هلمند ولایت کې دوه موټر بم بریدونه شوي
د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د نهرسراج ولسوالۍ اړوند سیمې لښکرګاه پر لویې لارې د افغان ځواکونو پر اډې او همدارنګه د کندهار او لښکرګاه په دوه لارې کې د ملي امنیت په يو مرکز موټر بم بريدونه شوي.
د چارواکو په وينا، دواړو پېښو کې دوو افغان سرتېرو ژوند بایللی او ۸ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو په بلخ کې د حکومت 16 بندیان خوشې کړي
د طالبانو د قطر سياسي دفتر وياند، سهيل شاهين وايي، چې دغې ډلې په بلخ ولايت کې له خپلو بندخونو د حکومت ۱۶ بنديان خوشې او خپلو کورونو ته ولېږل.
خوست کې د حميدالله جان په نوم يو پخوانی جهادي قوماندان ووژل شو
ځایي امنیتي سرچینې وایي دغه پېښه تېره ورځ ماسپښين ددغه ولايت د عليشېرو ولسوالۍ اړوند د تريزيو په ښارګوټي کې شوې.
هند 700 افغان سېکانو او هندوانو ته دایمي ویزې ورکوي
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، حکومت ویلي چې په افغانستان کې د پاکستان ملاتړ لرونکو ترهګرو له لوري سیکانو او هندوانو ته ګواښونه جوړ شوي دي، نو ځکه یې پرېکړه کړې چې اووه سوه سیکانو او هندوانو ته دایمي ویزې ورکړي.
دفارب هوایي کې 18 وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ملي دفاع وزارت وایي چې وسله والو طالبانو په کوهستانات ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو بریدونه کړي وو چې ځوابي هوایی برید کې ۱۴ تنه ووژل شول او ۴ ټپیان دي.
دکندهار خاکرېز ولسوالۍ کې 36 وسلوال طالب وژل شوي
ددې ولایت امنیه قومنداني وایي تیره شپه د امریکايي ځواکونو هوایي کې ۳۶ وسله وال طالبان وژل شوي او د ډیرو جسدونه هم سیمه کې پاتې دي.
په کندهار ښار کې چاودنې پنځو سرتیرو ته مرګ ژوبله واړوله
ځایي امنیتي مسوولین وایي چې چاودنه نن سهار د ښار ۱۴مه حوزه کې شوې وه چې له امله یې یو سرتیری شهید او څلور ژوبل شوي دي.
امرالله صالح وکیلانو ته: له بې وزلو ډوډۍ اخیستل نه هنردی، زړورتیا
د ولسمشر لومړي مرستيال، امرالله صالح د ولسي جرګې له لوري د ملي دسترخوان طرحې د ردېدو په غبرګون کې ويلي، چې له بې وزلو ډوډۍ اخيستل نه هنر دی او نه زړورتيا.
هغه زياته کړې، د ملي دسترخوان پروګرام بايد نه وی رد شوی؛ ځکه دا پيسې نړيوال بانک د فقر هم نه؛ بلکه د لوږې د کمېدو په خاطر مرسته کوي او پرمختيايي کارونه پرې نشي کېدلی.
کشته و زخمی شدن ۱۸ طالب در فاریاب
حنیف رضایی سخنگوی قول اردوی شاهین گفته است، طالبان مسلح شب گذشته برموقعیت های نیروهای دفاعی و امنیتی در روستای «ملاعارفی» ولسوالی کوهستان ولایت فاریاب حمله نمودند با واکنش نیروهای امنیتی و قوای هوایی ۱۸ طالب کشته و زخمی شده است.
پنجشیر کې د ترافیکي پېښې له امله څلور تنو خپل ژوند د لاسه ورکړی
د پنجشير ځايي مسوولين وايي، چې د دې ولایت په استانه سيمه کې د يوه پيکنيک موټر د چپه کېدو له امله څلور تنو خپل ژوند د لاسه ورکړی او د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه نور ټپيان شوي دي.
کابل ژوبڼ دلیدونکو پرمخ پرانیستل شو
د کابل ښاروالۍ له هېواد والو غوښتي چې ژوبڼ ته له ننوتلو مخکې ماسک وکاروی او د ټکټ اخیستلو وخت کې ټولنیز واټن په پام کې ونیسی.
دننګرهار ولایت د بهسودو کرکټ لوبغالي رغنیزې چارې پیلیږي
د کرکټ بورډ چارواکي وايي یاد لوبغالی د رغنیزو چارو په موخه د تدارکاتي لړۍ له بشپړولو وروسته د ام اس بلډټک د انجنیري او رغونې شرکت ته سپارل شوی چې د ساحې له پاکولو، د لوبغالي له ډکولو او هوارولو سره به یې د رغونې چارې په راتلونکې اګست میاشت کې پیل شي.
ترکیه کې د ډوب شویو افغانانو پنځه جسدونه کابل ته راوړل شول
د ترکيې په وان سمندرګي کې د ډوب شويو افغان کډوالو له ډلې يې د پنځو جسدونه نن کابل ته راوړل شول.
چارواکي وايي د پاتې کډوالو مړي به په راتلونکو پروازونو کې کابل ته وليږدول شي.
هلته د ډوب شويو افغانانو له ډلې تر اوسه د ۲۹ تنو جسدونه پيدا شوي دي.
په هېواد کې د کرونا د مجموعی مثبتو پېښو شمېر ۳۵۷۲۷ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۱۱۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي. په دغه موده کې ۴ تنه د کوېډ۱۹ ناروغۍ له امله مړه شوي او ۱۶۸ تنه بېرته رغېدلي.
دپولیسو هر چارواکی چې په وظیفه کې غفلت وکړي، له دندې لرې کېږ کېږي
د کورنیو چارو وزارت امنیتي معين، عبدالصبور قانع ويلي، د پوليسو هر چارواکی، چې په دنده کې غفلت وکړي، له دندې لرې کېږي.
نوموړي د یو شمېر ولايتونو له امنيتي مسوولینو سره په ويډيو کنفرانس کې له هغوی غوښتي، چې د خلکو د امنیت د تامين او د جرمونو د کمولو په برخه کې دې کار وکړي.
ولسمشرغنی : افغانستان کې د م.م ټول ښسټونه دې تر یو واحد لاندې راټول او کار وکړي
ولسمشر غني وايي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټول بنسټونه دې تر یو واحد چتر لاندې راټول او کار وکړي.
نوموړي د م.م پراختيايي ادارې له مسوول سره په کتنه کې ويلي، د اوس لپاره لومړیتوب همدا دی، چې جګړه او بېوزلي پایته ورسېږي؛ ترڅو په هېواد کې اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
ارزګان کې ددریو دولتی قومندانانو په ګډون اته سرتیری شهیدان شوي.
د ارزګان والي ویاند، زړګی عبادي وايي چې د خاص روزګان ولسوالۍ امنیه قومندان دادګل، د سیمه ییزو پولیسو قومندان، د ملي اردو د کنډک قومندان او ۵ سرتېرو ماین چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
کابل سرینا هوټل د حکومت 168 میلیونه ډالر پوروړی دی
کابل سرينا هوټل د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ۱۶۸ ميليونه ډالر پوروړی دی او له ۲۰۱۰ کال راهيسې يې حکومت ته د اجارې پيسې نه دي ورکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغه قرض د څېړلو لپاره يو ځانګړی هيئت ټاکل شوی دی.